اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې شاعر مشرق ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو ښه طريقه د هغه افكار عملي كول دي٬ مونږ ته به د اقبال ?? فكر په رڼا كښې خپل نن او سباؤن جوړول وي٬ علامه اقبال ??پل ټ??ل ژوند مسلمانان راويښولو او په دې كښې د ذمه وارې احساس پېدا كولو لپ??ره وقف كړے و۔ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې مريم اورنګزېب ووئيل چې ځوان كول لپ??ره د اقبال پېغام د روښانه لارې او فكري تربيې غوره ذريعه ده۔ هغې ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د قائداعظم او علامه اقبال ?? تصور له مخې اقدامات كوي۔ هغې ووئيل چې د علامه اقبال پېغام كوم يو هېواد يا قوم لپ??ره محدود نه دے۔ د هغه د فلسفه حريت او خودۍ څخه د ټولې نړۍ مظلوم طبقې فېض ترلاسه كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې مونږ ته به معاشي پرمختګ سره د اقبال ?? افكارو په رڼا كښې د قوم كردار سازي كول وي