اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د قامي احتساب بيورو( نېب) چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د بلوچستان پھ كوټه د وفاقي حكومت په بېلو محكمو كښې په جعلي ډو??يسائل د بهرتې شوو كسانو د راپورونو نوټس اخستو سره د اسټېبلشمنټ وفاقي سېكتر څخه د بلوچستان په ډو??يسائل د بهرتي كېدونكو افسرانو او اهلكارو راپور غوښتې دے ٬ دغسې د جعلي ډو??يسائل جاري كولو په اړه نورې پلټنې دې وكړی شي كومې چې د ذمه وارو په ګوته كولو لپاره ضروري دي۔د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د اسټېبلشمنټ سېكتر څخه د آغاز ??قو?? بلوچستان پیكج له مخې د وفاقي حكومت پھ بېلو محكمو كښې د بهرتي كېدونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلي راپور هم غوښتې چې د آغاز ??قو?? بلوچستان پیكج له مخې وفاق او په بلوچستان كښې په څومره چوكو د بهرتۍ منظوري وركړی شوې٬څومره كسان په وفاق او بلوچستان كښې په ځاې كړی شوي او څومره چوكۍ تر اوسه خالي پرتې دي او په خالي چوكو آغاز ??قو?? بلوچستان پیكج له مخې تراوسه بهرتۍ ولې نه ده شوې