اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال د احتجاجې ناستې په ضد د عملياتو جاج اخستو لپاره د داخله سېكتر په نګرانۍ كښې درې كسيزه كمېټي جوړولو سره وئيلي دې د كركې خاتمې لپاره مرسته كول د علماﺀ كرامو فرض دي٬ په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير وئيلي دې كمېټي به جاج اخلي چې آيا د كال 2014 نه پس د دهرنو م??ني??ي صلاحيت زيات شوې ۔ داخله وزير د مظاهرچيانو او دهرنو م??ني??ي لپاره د يو زر جديد صلاحيت لرونكې پوليس خاص ډله په بيړنۍ توګه د جوړولو او د اسلام آباد پوليس ضرورتونه په سمدستي توګه د تر سره كولو سپارښتنه وكړه۔داخله وزير ووئيل د عدالتي پرېكړو په رڼا كښې بيا لپاره په پايه تخت كښې د دهرنو لړۍ بندول پكار ده ځكه چې د اوسنۍ دهرنې څخه په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ځپلې شوې او په كورنۍ توګه كمزورې شوې ۔ داخله وزير ووېيل سي پېك پاكستان لپاره د پېړۍ ډالۍ ده٬ د سي پېك ناكامۍ لپاره يو شمېر قوتونه كار كوي او ??ينې قوتونه قصداً د هېواد د دښمنانو اېجنډا مخ په وړاندې د بوتللو ذريعه جوړېږي۔ ده ووئيل د مذهبي لارښ??دو فرض دي چې د دين سمو تعليماتو نه قام خبر كړي٬ كه كركه خپره شوه نو څو نسلونه به ورسره مخ كېږي۔ ده ووئيل په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي٬ د دهرنې په موقع په كورونو د بريدونو مناظر د شرم وړ وو۔احسن اقبال ووئيل ځوانانو ته د تشدد په ځائ د تعليم او محنت ترغيب وركول د دين د ټولو نه لوي خدمت دے۔ده ووئيل د علماﺀ كرامو فرض دې چې د كركې خاتمه كولو له مرسته وكړي۔ احسن اقبال ووئيل اسل??م د امن او ورورولۍ درس وركوي۔