لندن ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ د لوئے څښتن په فضل حكومت به خپله موده ترسره كو??۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) اعلی مشرتابه سره ملاقات كو??و له لندن ته په رسېدو خبريالانو سره وكړه۔ ده ووئيل زه حكومت ته هېڅ خطر نه وينم۔ زمونږ حكومت به خپله موده ترسره كو?? او په جون كښې به نګران حكومت جوړ شي۔ د حسن ن??از په دفتر كښې شوي ميټنګ كښې پخواني وز??را??ظم ن??از شريف ٬ د هغه لور مريم ن??از ٬ زوي حسن ن??از ٬ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او خارجه وزير خواجه محمد آصف ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د لندن ميټنګ د وړاندې څخ?? اېښودې شوې ؤ او دا د كو??ې خاص پرېكړې لپاره نه ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د هغې بيان چې د اسمبليو د مودې ترسره كېدو باور نه لرم په اړه وز??را??ظم ووئيل دا د هغه ذاتي رائے ده۔ كه سپيكر كو?? تحفظات لري نو زه د هغې لرې كو??و له چمتو يم۔ وز??را??ظم څوك چې د القدس شريف په اړه د او آئي سي غېر معمولي غونډه كښې ګډون څخ?? وروستو تركيه څخ?? لندن ته رسېدلې ؤ ووئيل د مشرانو كنفرنس كښې مو د پاكستان څرګند دريځ وړاندې كړو۔ هيله ده امريكا به د خپل سفارت يروشلم ته د منتقل كو??و پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې خواجه محمد آصف ووئيل حكومت به خپله موده ترسره كو?? او مسلم ليګ (ن) به يو ځل بيا اقتدار ترلاسه كو??۔ ده ووئيل مونږ به راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابۍ څخ?? وروستو حكومت جوړوو۔