اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په زدكونكو ??ور راوړې چې د هېواد په سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې خپل کردار ترسره كړي او په نړيواله كچه د هېواد وقار ښه كړي، زدكونكې دې پ?? نړيوالو تعلیمی ادارو كښې د پاکستان په حقیقت اډانه تشخص رامخې ته كړي۔ ده دا خبره د روټس آئیوی انټرنېشنل سکول زدكونكو ??ره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې پ?? ورځ د وزیراعظم آفس دورہ کړې وه۔ دا ملاقات د بيلو سرکاری او نجی تعلیمی ادارو زدكونكو وزیراعظم آفس ته د رابللو او د هېواد اعلیٰ دفترو د كار چارو په اړه د خبرتيا اقدام برخه وه۔ وزیراعظم زدكونكو ??ره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې دوي دې پ?? نړيواله كچه د پاکستان د سفیر په حیث کردار ترسره كړي او دا د هغوي ذمه واري ده چې پ?? نړيوالو تعلیمی ادارو كښې د پاکستان په حقیقت اډانه تشخص رامخې ته كړي۔ په زدكونكو كښې يو انټرنېشنل ټېنس چیمپیئن، سکری??ل چیمپیئن او د اوبو تحفظ ته د پام لرنې پروژې ’’بو??د شمس‘‘انچارج هم شامل ؤ۔ وزیراعظم زدكونكو لپاره نيكو هيلو څرګندونه وكړه او امریکا كښې د خپلې تعلیمی تجربو څخه ئې خبر كړل۔ د قامی اسمبلۍ غړي شزہ فاطمه خواجه هم پھ دې موقع موجود وه