اسلام آباد 28 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې نجي څا??ګه دې د كراچۍ غريب اولس له د صحت بنيادي او معياري آسانيو وركولو له راوړاندې شي او خپل كردار دې ترسره كړي٬حكومت د روغتيا څا??ګه كښې جديد آسانيو وركولو له هر ډول هڅې كوي٬حقيقت دا دې نجي څا??ګه د سركاري څانګې په نسبت ښه خذمات وركولې شي٬بايد دواړه سركاري او نجي څانګې د ټولنې غريب طبقو له د روغتيا بنيادي آسانيو وركولو له په ګډه هڅې وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ دارالصحت روغتون وليد آډيټوريم كښې ډائيلاسسز سنټر پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د سندھ ګورنر محمد زبير٬د كراچۍ ميئر وسيم اختر هم په دستوره كښې ګډون كولو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وو??يل د كراچۍ پرمختګ او څوكالي د هېواد د پرمختګ سره تړلې ده كوم هم حكومت كراچۍ نظرانداز كولې نه شي بايد په دې اړه سياست ونه كړې شي۔ده وو??يل د اتلسم بدلون ن?? پس دا ذمه وارۍ صوبو ته منتقل شوي خو سره د دې وفاقي حكومت د دې لويې ښار پرمختګ ??پل?? ذمه واري ګني او د دې لپاره كراچۍ پېكج ور??ړی شوې۔ده د سندھ ګورنر ته سپارښتنه وكړه چې د كراچۍ ميئر سره مشاورت په دې پېكج عملدرآمد وكړي۔وزيراعظم وو??يل وفاقي حكومت د توان مسئله هم حل كړې۔ده وو??يل بايد په اولسي مسئلو سياست ونه كړې شي او دې لپاره ټول ګوندونه يو موټې شي دغسې چې اولسي مسئلې حل ??ړی شي۔ده وو??يل حكومت كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو لپاره د ټېكس مراعات اعلان كړي كوم چې په ټوله نړۍ كښې مثال نه لري۔ده په سرمايه كارو او كاروباري ورورولۍ زور راوړو چې د انسانيت خذمت لپاره راوړاندې شي