اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال جده كښې د سعودي عربستان خپل همڅنګ شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې سعودي داخله وزير شهزاده عبد العزيز بن سعود بن نائف په داخله وزير احسن اقبال ترسره شوې قاتلانه بريد د خپلې اندېښنې ??رګندونه كولو سره ده څخه د ده د خېريت تپوس پوښتنه وكړه۔ وروستو داخله وزير سعودي حكومت او اولس لپاره د پاكست??ن حكومت او اولس لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو او په ده د ترسره شوي بريد په غندنه كولو او دده د خېر خېريت په پوښتنه ئې د سعودي حكومت او اولس مننه وكړه۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې سعودي عرب كښې د مېشته او سفر كوؤنكو پاكستانيانو په معاملو ٬ د بنديوانو په منتقل كول او د عمرې او حج په اسانيو خبرې وشوې۔ سعودي وزير ووئيل د ټولو معاملو به غور سره جاج اخستلې شي۔ ملاقات كښې د پاكستان سفير خان هشام بن صديق ٬ قونصل جنرل شهريار اكبر خان او دوهم قونصل جنرل شائق احمد بھټو هم موجود وو