اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) تحريك انصاف خېبر پښتونخوا څخه د ق??مي اسمبلۍ غړے اسد قېصر د ق??مي اسمبلۍ سپيكر او چوهدري محمد سروس د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نومولې دي ۔ دا پرېكړه د جمعې پ?? ورځ د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه ٬ مركز او صوبو كښې حكومت جوړولو لپاره په غونډه كښې شاه محمود قرېشي ٬ جهانګير ترين٬ پروېز خټك٬ نعيم الحق٬ شفقت محمود او د ګوند نور لارښودو ګډون وكړو۔ د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي د غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل په غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې ۔ ده ووئيل اسد قېصر د ق??مي اسمبلۍ سپيكر نامزد كولو پرېكړه شوې څوك چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانې سپيكر هم دے او د سپيكر رواياتو نه خبر دے او ټولو ګوندونو سره ئې هم ښې اړيكې شته او رويه ئې هم د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چوهدري محمد سرور د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نامزد كړې شوې۔ ده ووئيل پنجاب كښې پي ټي آئي اكثريت ترلاسه كړې او ?? حكومت جوړولو په پوزيشن كښې دے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل څوك هم دې د پنجاب اعلٰې وزير جوړ شي مرسته به ئې كوٶ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د اګست په 13مه نيټه اته بجې به د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كېږي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اختر مېنګل سره ملاقات شوې او ھغه د سپيكر او دوهم سپيكر په نامو زمونږ د ملاتړ پرېكړه كړې او دغسې د جي ډي اے مشرانو هم د ملاتړ اعلان كړې او ځيني آزاد كانديدانو هم زمونږ د حمايت پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل د اېم كيو اېم ٬ مسلم ليګ (ق) او شېخ رشيد مننه كوٶ