اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي هېواد كښې هېڅ معاشي ستونزه نشته۔ په دې اړه هېجاني كېفيت پېدا كول سم نه دي۔ هېواد ته لويه سرمايه كاري را??وانه ده۔ برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ خساره كښې كمې رامخې ته كېږي۔ د بنيادي مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده د نهې په ورځ د 11م سوئيلي آسيائي اقتصادي سمټ پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ د څلور ورځني كنفرنس اهتمام پائيدار پرمختګ لپاره پالېسي ادارې (اېس ډی پی آئی) كړې۔ په دې مهال د خزانې پخوانۍ لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير د هېواد معاشي صورتحال او دې كښې ښه والي له د حكومت لخوا پورته كړې ګامونه په ډاګه كولو سره ووئيل د هېواد اقتصادي اشاريې پياوړتيا پلو روانې دي۔ ده ووئيل د اېكسچېنج رېټ پرېكړه د سټېټ بېنك اختيار دے او بېنك به په دې اړه د پرېكړې كولو اختيار په ځائې ساتي۔ بياهم كه حاجت شو نو د اسټېټ بېنك تګلاره به مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په پالېسۍ كښې هېڅ ب??لون را??لې نه دې۔ د اسټېټ بېنك د بې پرې او خپلواكې ادار?? حېثيت به په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك او د خزانې وزارت ترمخه د را??طې مېكنزم جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ??رتار پور پوله پرانستل يو ښه ګام وو۔ په دې پاكستان هند څخه د مثبت ځواب هيله لري۔ اسد عمر ووئيل ??يله ده چې د سارك په كچه مرسته به سباؤن كښې د سوئيلي آسيا منطقه مستحكم كړي۔ ده ووئيل کانفرنس كښې د هند ګډون نه كولو د افسوس وړ دي۔ دواړو هېوادونو له به د مسئلو آؤټ آف باكس حل سوچ كول وي۔ د خزانې وزير ووئيل ??ه سوئيلي آسيا كښې په انرجي لنك بايد كار وكړې شي۔ دې مقصد لپاره د پالېسي پوهانو وړاندېزونه بايد را??ي او دا ډول كنفرنسونه په دې لړ كښې ګټه ور ثابتېدې شي۔ دستورې ته پخوانۍ لنډ مهالې وزير ډاكټر شمشاد اختر سره سره اېمبېسېډر شفقت کاکاخیل، اي ډي اېس ډی پی آئ?? عابد سلهری، یو اېن ای اېس سی اے پی، هند څخه ډاكټر نګيش كمال او د ډبليو ټي او استازي رتناكر ادهيكري هم خطاب وكړو