اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په نوي كال كښې به زمونږ د ش??ی او ور??ې هڅې رنګ راوړي او په پاكستان كښې به د معاشي سفارتكارۍ د لارې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي ٬كال 2019م به د پاكستان د معاشي استحكام كال ثابت شي۔د نهې په ورځ په هېواد كښې دننه او بهر مېشته پاكستانيانو ته د نوې كال مباركي وركولو سره ده ووئيل 2018م د بدلون كال ؤ او 2019م د هڅو كولو كال دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل كال 2019م به په هېواد كښې دننه او بهر مېشته پاكستانيانو لپاره د نوو هيلو او د زيري كال ثابت شي۔ده ووئيل په دې نوي كال كښې به مونږ ?? خ??ل ګوند منشور له مخې په منطقه كښې استحكام او امن لپاره خپلو روابطو ته لا وده وركوو۔ده ووئيل د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي