پېښور 05 جنوري (اے پي پي) د پېښور په كالي ب??ړي سيمه كښې په چاود??ه كښې د مېرمنې پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ چاودېدونكي توكي په كالي ب??ړي كښې په يوه كوڅه كښې په ودرول شوي ګاډي كښې په ځائ كړې شوي وو۔ په چاود??ه كښې نزدې دوكانونو او ودانيو ته هم زيان رسېدلې۔ ژوبل شوي كسان لېډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي دي۔ د پېښور سي سي پي او قاضي جميل له مخې په چاود??ه كښې د 8 نه تر 10 ك??وګ??امه چاودېدونكي توكي كارول شوي دي۔ ده ووئيل چې په چاود??ه كښې د سپين رنګ ګاډې كارول شوے٬ د سي سي ټي كېمرو د لارې به معلومه شي چې ګاډې د كوم ځائ نه راغلې۔ د روغتون ذريعو له مخې د ژوبل شويو كسانو حالت د خطر نه بهر دے۔ د چاودنې نه پس امنيتي ځواكونه د پېښې ځائ ته راورسېدل او پلټنې ئې پېل كړې۔