پینډي 28 فروری (اے پی پی)پاك پوځ د هندي يرغل مخ نيوي لپ??ره په لائن آف كنټرول(اېل او سي) په بشپړه توګه چمتو ولاړ دے٬اولس دې محتاط اوسي او په ګنګوسو پسې دې غوږونه نه وړي ??و په ذمه وارۍ دې سوشل مې??يا اوكاروي۔د آئي ??ېس پي آر له مخې پاك پوځ او په مجموعي توګه د پاكستان درې واړه وسله وال ځواكونه د هندي يرغل مخ نيوي لپ??ره په بشپړه توګه چمتو ولاړ دي۔د تېرو 48 ساعتو په مهال د هند لخوا په اېل او سي ډزې زياتې شوي۔د آئي ??ېس پي آر له مخې په كوټلي٬كهوئي رټه٬تته پاني سېكټرز كښې د هندي ځواكونو لخوا د ناتارا ډزو لړۍ روانه ده او د هند لخوا د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كېږي۔د آئي ??ېس پي آر له مخې د پاك پوځ ډلو په موثره توګه ځوابي ډزې كړی چې پكښې د هندي عسكرو د وژنو او د هندي ځواكونو د پوستو تباهۍ اطلاعات دي۔د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي په آبادۍ د ډزو په نتيجه كښې څلور وګړي ??هيدان او دوه ژوبل شوي۔د آئي ??ېس پي آر له مخې د كوم هم هندي جارحيت مخ نيوي لپ??ره په لائن آف كنټرول(اېل او سي)د پاك پوځ ډله چمتو ولاړه ده او د پاك فضائيه او پاك بحريه ډلې هم په بشپړه توګه چټك دي۔آئي ا ېس پي آر اولس ته وئېلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول صورتحال مخ نيوي لپ??ره چمتو ولاړ دې٬اولس دې محتاط شي او افواهګانو ته دې پام نه كوي او په ذمه دارۍ دې سوشل مې??يا وكاروي۔د يادونې وړ ده د هند الوتكې د ګل او نهې ترمينځه شپه د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ كولو سره د پاكستان حدود ته راغلې وې او ايمونېشن غورځولو نه پسې تښتېدلي وې د كوم چې بشپړ ځواب وركولو سره په بله ورځ پاك فضائيه دوه هندي جنګي الوتكې راغورځولې او يو پائېلوټ ئې هم نيولې