ملتان ۔24مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي بلاول بھټو دې د كالعدم تنظيمونو په اړه خپله اندېښنه لېكلې راولېږي۔ شهباز شريف او آصف علي زرداري ته مې هم وئيلي دي راځې چې په ګډه نېشنل اېكشن پلان مخ په وړاندې روان كړو۔ راځۍ چې د قومي س??امتيا په مسئله خبره وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير وو??يل ما بلاول بھټو ته خط ليك??ې دې او ده ته مې وئي??ې دي چې د نېشنل اېکشن پلان ترسېوري لاندې مونږ له كوم ګامونه پورته كول دي په دې اړه راځۍ چې خبره وكړو۔ ده وو??يل ته چې كومه اندېښنه لرې هغه ليكلې راولېږه او كه نه شې ليكلې نو خبره وكړه۔ كوم قوتونه چې ترهګرو ته پناه وركوي مونږ له ددوئي په ضد د كومې تږلارې ترمخه كاروائي كول دي زه په دې اړه خبرو كولو له چمتو يم۔ زه په دې مسئله د مخالفې ډلې مشر دفتر كښې هم خبره كولې شم۔ ده وو??يل بيانونو سره مسئلې نه حل كېږي ٬ مونږ له متفقه تږلاره خپلول وي۔ ده وو??يل هند د سفارت كارۍ د لارې زمونږ د يوازې كولو هڅه كوي۔ هغه مونږ ګرې لسټ څخه بلېك لسټ ته ټېله كول غواړي۔ ضرورت ددې خبرې دې چې پاكستان هم يكسوئۍ سره ګامونه پورته كړي۔ قامي س??امتيا له ضروري ده چې مونږ په ګډه ګامونه پورته كړو او مسئلې حل كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه زير وو??يل په 23 مارچ چې هندي وزيراعظم كوم پېغام وركړې خ??شب??ن دې۔ هند فرورۍ كښې جارحيت كولو او بمونه ئې غورځول ولې اوس هغه د خېرسګالۍ او مباركۍ پېغامونه وركوي دا بدلون نه دي نو څه دي۔ ده وو??يل كه هند بيا كوم جارحيت وكړو نو مونږ ددفاع حق لرو۔ خارجه وزير د چين خپ??ې دورې په اړه وو??يل دا ډېره مهمه وه۔ ده وو??يل د چين لخوا ښكاره دريځ دې چه هغه پرون هم پاكستان سره وو او نن هم پاكستان سره دې۔ د نیوزی لېنډ په اړه ده وو??يل مونږ چې دغلته د اسلاموفوبيا كوم منظر وليدلو هغه ډېر د افسوس وړ وو۔ په مسلمانانو دا بريد د وائټ سپرمېسی په ځائې كولو له شوې وه۔ ولې په دې مهال چې د نیوزی لېنډ وزیراعظمې او اولس كومه څرګندونه وكړه هغې په صحيح معنو كښې اسلاموفوبيا خپرونكو ته ماتې وركړه۔ شاه محمود قرېشي وو??يل په دې مسئله چې د اسلامي كنفرنس تنظيم خارجه وزيرانو كنفرنس كښې كومه اعلاميه جاري كړې شوه هغه په 6 نكتو مشتمل وه كومو كښې چې څلور نكتې هغه وې كومې چې ما وړاندې كړې وې۔ ده وو??يل كه پ??پل?? ګوند نون ليګ سره د اتحاد سوچ كوي نو دا د دوئي س??اسي حق دې۔ څو مياشتې وړاندې دې دواړو د يو بل په ضد خبرې كولې۔ ده وو??يل د اعتزاز احسن بيان دې چې پيپلز ګوند او نون ليګ كله هم يو بل ته نزدې شوي دي نو زيان د پيپلز ګوند كېږي۔ خارجه وزير وو??يل مونږ كښې د خپلو اقليتونو د تحفظ حوصله شته۔ كه دوئي سره زياتې شوې وي نو مونږ به دوئي ته بشپړه تحفظ وركړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل نواز شريف ته بشپړه طبي آسانۍ وركولې شي او زه هم دده روغتيا له دعا كوم۔