اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د غټ ميا صېب د ناروغتيا د ډرامې هم كلائمكس رامخې ته كېدونكې دے٬بهر هېواد كښې د علاج كولو د??خواست نه ثابته شوه چې ميا صېب د زندان نه خلاصې او لندن ته تلل غواړي٬مريم اورنګزېب د كرپټ ډلې ويانده ده٬د هغې ترجماني د پاپړو خرڅونكي څخه ترلاسه كېدونكې اربونه روپۍ نه شي پټولې٬بلاول صېب كه ته د روزمره څيزونو نرخونه اووئې نو د?? به د كومې معجزې نه كمه نه وي٬بلاول صېب ستا د اولس د دړد احساس لرل هم د كوم تعجب نه كمه نه ده٬غريبانان نن ځكه غريب دي چې ?? دوي په وسائلو دواړو ګوندونو ډاكې اچولې دي۔د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل چې څوك غلا او زورورتيا ليدل غواړي نو د مخالفې ډلې لارښودو او وياندو وېناګانې او بيانونه دې ا وګوري٬تاسو د مزو سره ژوند كوۍ٬د بنيادي ضروري څيزونو د نرخونو نه څه خبر يې۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاكستان د اوسنو معاشي حالاتو ذمه واره د پي پي پي او(ن)ليګ غلطې پالېسۍ دي۔بلاول صې?? ته د غريبانانو دړد له چغې نه وهې بلكې په اولس مسلط كېدو له د خلقو نادانه كولو هڅې كوې۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل د پاكستان اولس شعور لري٬دوي مورثي سياست رد كړې ٬بلاول كه د اولس د غريبۍ او د ګرانۍ احساس لري نو خپل پلار او ترور ته دې اووئي چې لوټ كړی دولت بېرته وركړي۔دې ووئيل شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان د ډلې غړے دے ٬ تاسو كه د كرپشن د ماحول نه رابهر شې او د شاه محمود قرېشي شاګردي اختيار كړې