اسلام آباد 10 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان اولس ته خواست كړے دے چې د اثاثو څرګندولو د سكيم څخه استفاده ??ولو سره ه??وا?? په پښو ودرولو ٬ خلق د غربت نه په ويستلو او د خپلو بچو د سباؤن په مح??وظ كولو كښې مرسته وكړئ٬ تر څو چې مونږ ټېكس ورنه كړو٬ زمونږ ه??وا?? بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بنك اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره به د جون د 30مې نېټې نه پس موقع نه وي٬ د پاكستانيانو په بهرنيو ه??وا??ونو كښې د جائيدادونو او د بنك اكاؤنټونو د معلوماتو لوظنامې شوې دي٬ عظيم قوم جوړېدو لپاره به مونږ ته خپل ځان بدلول وي۔ د ګل په ورځ په پاكستان ټيلي ويژن او رېډيو د قوم په نامه په خپل مهم پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال په پاكستان قرض د 6 زره اربه روپې نه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې٬ د دې اولس ته دا زيان رسېدلې چې مونږ كومې هر كال 4 زره اربه روپې ټېكس جمع كوو٬ په دې كښې نيمې يعني دوه زره اربه روپې د دې قرض د قسطونو په ادا كولو خرڅ كېږي او په پاتې نور رقم د ه??وا?? خرڅ نه شي پوره كېدے۔ ده ??وئيل چې پاكستانې هغه قوم دے كوم چې له بده ??رغه تر ټولو كم ټېكس وركوي خو خېرات تر ټولو زيات وركوي۔ ده ??وئيل چې كه په مونږ كښې جذبه راغله نو مونږ هر كال تر لس زره اربه روپو پورې ټېكس جمع كولې شو۔ ده ??وئيل چې تر څو چې مونږ ټېكس ورنه كړو٬ زمونږ ه??وا?? بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بنك اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره د جون تر 30مه نېټه وخت دے۔ ټولو ته خواست دے چې د اثاثې څرګندولو په سكيم كښې ګډون وكړي۔ د بې نامې اكاؤنټونو٬ د بې نامې اثاثو او د بهر مېشته پاكستانيانو د جائيدادونو معلومات راځي او په دې لړ كښې لوظنامې هم شوې دي۔ ز??ونږ حكومت هغه معلومات لري كوم چې وړاندې كوم حكومت سره نه وو۔ وزيراعظم ووئيل چې تر څو كوم قوم په خپله هڅه ونه كړي الله تعالٰي ئې حالت نه بدلوي۔ د اثاثې څرګندولو د سكيم نه استفاده ??كړئ او ه??وا?? ته ګټه ورسوئ او د خپلو بچو سباؤن مح??ظ كړئ۔ موقع وركړئ چې مونږ ه??وا?? په خپلو پښو ودروو او خلق د غربت نه وباسو۔