اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير برېګيډئر (ر) اعجاز احمد شاه وئيلي دې د قاچاق مخنيوې باوري كولو لپاره د عدم برداشت پاليسي وضعه كوٶ۔ د نه?? په ورځ په داخله وزارت كښې د قاچاق مخنيوي پحقله د غونډې مشري كولو ??ره داخله وزير ووئيل قاچاق پاكستان ته رامخې ته شوې سنګينه ??سئ??ه ده او د دې خاتمې لپاره چې كومې كمېټۍ جوړې شوې د ھغې بنيادي مقصد د دې لعنت خاتمه ده۔ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير هم ګډون كولو۔ د وزيراعظم په امر جوړه كړې د انټي سمګلنګ سټيرنګ کمېټۍ دوېمه غونډه د داخله وزير او د سمندري چارو وزير په مشرۍ كښې وشوه۔ څلورو واړو ذيلي كمېټو د ټي او آرز پحقله جامع اېكشن پلانز جمع كړو۔ داخله وزير په دې موقع د خېرانتيا څرګندونه كولو ??ره ووئيل د هېواد معيشت ته د زيان رسولو باوجود د تېرو 70 كالو راهسې دا معامله نظر انداز كړې شوې۔ داخله وزير صوبائي او وفاقي اېجنسو ته د سمندري بېړو او كشتو مانيټرنګ نظام او د فشريز برآمدات تر يو اربه ډالرو رسولو لپاره د مرست?? په حاجت زور رواړو۔ كمېټۍ د کسټمز او بارډر فورس ترمېنځه مرستياله زياتولو او په پوله ايزو سيمو ??ښې جديد نظام لګولو هم سلا وكړه۔ اعجاز احمد شاه ووئيل قاچاق به په هېڅ ډول نه برداشت كوٶ مونږ له دا ??سئ??ه ختمول دي۔ د دې نه وړاندې داخله سېكتر كسټمز ٬ د وسله والو ځواكونو او د قانون نافذ كوونكو اېجنستو ترمېنځه د کوآرډينېشن مېکنزم پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔(ګ ل