اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) صدر او قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د بابوسر ټرافيكي پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم ??ړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده د اتوار په ورځ دې ځائې څخه جاري كړې شوي بيان كښې ووئيل سکردو څخه پنډۍ ته د تلونكي بس پېښې سره د مخ كېدو خبر اورېدو سره ماته د زړه نه خفګان شوې دې۔ ده ځپليو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښك??ره كړه۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان حكومت دې پېښه كښې د حق ر??ېدليو كسانو كورنيو ته آسانۍ وركول او د ژوبل شويو كسانو درملنو له غوره انتظامات كول باوري كړي۔ شهباز شریف د حق ر??ېدليو روحونو ته ثواب رسولو ٬ د ژوبل شويو زر روغتيا او د ځ??ليو كورنيو صبر او زغم له دعا وكړه