نیویارک ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان او د امريكا اولس مشر ډونلډ ټرمپ ملاقات كښ?? د دواړو هېوادونو ترمينځه په پراخا بنياد اډانه همكارۍ له د خپل لوظ پخلې كړې دې۔ د دواړو لارښودو ترمينځھ ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال وشو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان لمخې وزیراعظم د اولس مشر ټرمپ لخوا د جموں وكشمير په مسئله د ثالثۍ پرله پسې پېشكش ستائنه كړې۔ مقبوضه جموں وكشمير كښ?? دهند لخوا لاك ډاؤن سنګينه بشري ستونزه او سيمه ايز امن ته زيان رسونكې ګرځولو سره وزيراعظم مقبوضه كشمير كښ?? په سمدستي توګه د كرفيو او نور بندېزونو پورته كول او سوئيلي آسيا كښ?? د تل پاتي امن او كشمير مسئلې حل اهميت په ډاګه كړو۔ دواړو لارښودو سيمه كښ?? د امن او سلامتيا صورتحال جاج واخست او سولييز او مستحكم افغانستان كښ?? ئې د خپلې خوښۍ څرګندونه هم وكړه۔ وزیراعظم د افغان امن او مصالحاتی عمل زر تر زره پېل كېدو هيله ولرله۔ ده ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ جولائی 2019ء كښ?? د وزیراعظم د واشنګټن کامیابې دورې حوالې س??ه دواړو لارښودو تجارت، سرمایه کارۍ او د توان په څانګو كښ?? پېشرفت كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د خبري كنفرنس په مهال وزیراعظم عمران خان په امريكائي اولس مشر زور راوړو چې هغه مقبوضه كشمير كښ?? د 50 ورځو نه روانه كرفيو پورته كړي چرته چې وګړي محاصره او بنيادي آزادۍ نه محرومه دي دغسې اولس مشر ټرمپ دې د لسيزو څخه روانې ددې شخړې هواري كښ?? مرسته وكړي۔ ده ووئيل په نړۍ كښ?? د تر ټولو زيات طاقتور هېواد كېدو په حېث د امريكا ذمه واري ده چې هغه مقبوضه كشمير كښ?? د سنګينې س??ونزې ختمولو كښ?? مرسته وكړي۔ اولس مشر ووئي?? يقينا كه دواړو هېوادونه غواړي نو مونږ د پاكستان او هند ترمينځھ ثالث جوړېدو كښ?? مرسته كولې شؤ۔ ده ووئيل مونږ په پاكستان باور لرو او كشمير كښ?? يو سره يو ډول سلوك كول غواړو۔ ده ووئيل هندي وزيراعظم او وزيراعظم عمران خان دواړو سره ښې اړيكې لرو۔ كه دواړه غواړي نو زه ثالثۍ كولو له تيار يم او زه به يو ښه ثالث ثابت شم۔ د افغانستان په اړه وزیراعظم عمران خان په ټرمپ زور راوړو چې هغه دې د افغان مسئلې سياسي حل له طالبانو سره يو وارې بيا مذاكرات پېل كړي ولې چې دا مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ په افغانستان كښ?? د استحكام مطلب پاكستان كښ?? استحكام دې۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل زه په عمران خان باور لرم او دې ئې خپل ښه ملګرې وګرځولو۔ اولس مشر سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره د وزيراعظم عمران خان سياسي بصيرت او د لارښودنې كردار وستائلو