اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي ??زي?? چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د انجینئرنګ په مېدان كښې د روزګار په حقله سوچ به بدلول وي۔ د نجي كاروباري ادارو جوړېدو س??ه به د روزګار موقعې رامخې ته كېدو له مرسته ترلاسه ش??۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډېنز آف پاکستان انجینئرنګ کونسل ترسېوري لاندې د نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي په دې موقع خاص مېلمه ؤ ۔ وفاقي ??زي?? په دې خبره زور راوړو چې د انجینئرنګ په څانګه كښې به د روزګار حوالې سره سوچ بدلول وي ولې چې هر كال د زرګونو په ش??ېر ګرېجوېټ فارغېږي او حكومت ټولو ته روزګار وركولې نه ش??۔ ده ووئيل انجینئران بايد روزګار لپاره په سركاري ملازمتونو د اډانې كولو په ځائې نجی انټر پرینیورشپ پلو لاړ شي۔ دې سره د انجینئرنګ په مېدان كښې نورو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو سره سره د انجینئرانو په خپلو پښو اودرېدو له مرسته ترلاسه كېدې شي