كراچۍ 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان كاروباري خلقو لپاره نورې آسانۍ پېدا كولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلې دي هڅه كوٶ چې هېواد ته زيات سرمايه كار راشي٬ د پاكستان په پرمختګ سوداګره ورورولي او سرمايه كار مهم كردار لري ٬ د معاشي استحکام نه پس شرح نمو كښې اضافه زمونږ راتلونكې هدف دے٬ كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاربار لپاره آسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوو ٬ د نېب نوي آ??ډيننس د لارې سوداګرې ورورولۍ لپاره نورې آسانۍ راپېدا كوٶ٬ د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو سره ځوانانو لپاره د ملازمتونو موقعې پېدا كول غواړو٬ چين د خپلو ښو پاليسو په سوب پرمختګ كړې٬ كوم چې مونږ لپاره رول ماډل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان پاکستان سټاك اېکسچينج كښې د اېوارډز وېشلو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي زېدي، خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان او د مركزي بانك ګورنر رضا باقر پشمول د 25 لويو بزنس كمپنو اعلٰې عهدېدار هم موجود وو ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د پرمختګ په زغل كښې په وړومبني صف كښې اودرول زمونږ وژن دے٬ علامه محمد اقبال خپل كلام كښې د فلاحي رياست ذكر ??ړې او قائداعظم محمد علي جناح د دې مقصد لپاره پاكستان جوړ ??ړې ٶ ٬ ده ووئېل پاکستان چې كوم مقصد لپاره جوړ ??ړې شوې ٶ مونږ له به ھغې له محنت كول وي۔ ده ووئيل د مدينې رياست د انسانيت او انصاف په ځالانده اصولو جوړ ??ړې شوې اٶ نن هم د نړۍ پرمختللي هېوادونه په دغه بنيادي اصولو عمل كوي ٬ده ووئېل د انصاف او خواخوږۍ په بنياد په نړۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه كېدې شي٬ مسلمانانو هم په دغه بنيادي اصولو عمل كولو سره په هره څانګه كښې د نړۍ مشري كړې۔ ده ووئېل په دغې اصولو كښې تجارت او د خارجه پاليسۍ پشمول د هرې څانګې په اړه وژن موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان بنياد د مدينې رياست په طرز اېښودې شوې او په دې اصولو عمل كولو سره هېواد د پرمختګ په لاره روانولو كښې بزنس كميوټني مهم كردار لري ۔ ده ووئېل حضرت محمد ۖ هم تجارت كړې٬ كاروبار څخه سرمايه كاري وده كوي او د دې نه غېر قام مخ په وړاندې نه شي تللې ۔ وزيراعظم ووئيل چين د خپلو ښو پاليسو په سوب پرمختګ كړې٬ چين 70 كروړه اولس د غربت نه رابهر ??ړې ٬ دا مونږ لپاره رول ماډل دے ۔ ده ووئيل هېواد ك??ې كاروباري موقعې آسانولو ته پام لرنه كوو ٬ بزنس کميونټۍ لپاره آسانۍ پېدا كول او پرمختګ څخه به د هېواد معيشت مستحكم شي۔ ده ووئيل د اوسني حكومت د دانشمدانه اقداماتو ??ه امله پاكستان كښې د كاروباري آ??انيو پحقله درجه بندۍ كښې 28 پوائنټس بهتري راغلې حالانكه د كال 2013 نه تر كال 2018 د پاكستان دا درجه بندي 28 پوائنټس لاندې تللې وه۔ عمران خان ووئېل د نېب نوي آ??ډيننس د لارې سوداګرې ورورولۍ لپاره لا اسانۍ پېدا ??ړې كېږي ځكه چې بزنس کميونټي د نېب څخه ېرې سره مخ وه٬ د دې آرډيننس له مخې نېب بزنس كميونټۍ څخه انكوائري نه شي كولې ٬ دا كار د اېف بي آ?? او نورو ادارو دے ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ ته په سختو حالاتو ??ښې حكومت ترلاسه شوے ٶ٬ په يو كال كښې مونږ يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړې٬ تر كال 2023 به د ماضي د واكمنو د نااهلو نه اولس خبروٶ٬ اولس ته به وائيو چې څنګه معيشت ٬ ادارې او هېواد راته پاتې ؤ ۔ ده ووئېل د پنځو كالو په مهال به خپله كاركردګي هم د اولس په وراندې اېږدو دغسې چې دوي ته معلومه وي چې په دې پنځو كالو كښې زمونږ كاركردګي څه وه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل بشپړه هڅه كوٶ چې هېواد ته زيات سرمايه كار راشي ٬ د ماضي د ناقصه پاليسو له امله هېواد ك??ې كاروباري هلې ځلې ځپلې شوې او مونږ غواړو چې كاروباريانو لپاره آسانۍ راپېدا شي۔ ده ووئيل د سوداګرو د مسئلو هواري لپاره به د حكومت معاشي ډله هر وخت حاضر وي٬ زه به خپله هم د سوداګر سره د دوي د مسئلو لرې كولو په اړه ملاقاتونه كوم او دوي له به باور وركوم چې د دوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ عمران خان ووئيل د 60 په لسيزه كښې سوشلزم وده ??ړې چې پكښې د بې وسه طبقو ذمه واري د رياست ذمه واري وه خو دغې څخه د سرمايه كارۍ پحقله منفي تاثر راپېدا شو حلانكه چې كاروبار ګټه وكړي نو خلق به كاروبار كوي٬ مونګ د سرمايه كارۍ پحقله منفي سوچ بدلولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئېل په كاروبار كښې ګټې لپاره آسانۍ راپېدا كوٶ۔ ده ووئيل په كال 2019 كښې يو شمېر چېلنجونه رامخې ته وو چې پكښې د كرنټ اكاٶنټس خساره٬ په روپۍ فشار او د 110 اربه ډالرو قرض پشمول نور چېلنجونه رامخې ته وو٬ ده ووئېل اوس د روپۍ قدر مستحكم شوے٬ كال 2019 د استحكام كال ٶ او كال 2020 به د پرمختګ كال وي٬ صنعتونو ته د مراعاتو ??ركولو هڅې كوٶ ٬ د كوچنۍ او مېنځنې درې كاروبار ودې لپاره سوداګرو ته آسانۍ وركلوو لپاره اقدامات كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل 2020 كښې به كاروبار او سرمايه كارۍ كښې ودې څخه د ملازمت موقعې راپېدا شي ٬ سرمايه کار د سېلګرۍ په اړه په سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬ پاكستان سېلګرۍ لپاره لمبر ون هېواد ګرځولې شوې ٬ دې څانګه كښې ودې سرې به ځوانانو لپاره د ملازمت موقعې راپېدا شي او د دې څانګې پرمختګ سره به هېواد كښې ډالر زيات شي۔ ده ووئېل سوئټزرلېنډ هر كال 80 اربه ډالره د سېلګرۍ په لړ كښې ګټي٬ زمونږ د ناردرن ايرياز سيمې د سوئټزرلېنډ نه دوه چنده ښكلې دي٬ كورني سېلانيان دغي سيمو ته ځي او بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان هم په دې سيمو كښې سېل كول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د مذهبي سېلګرۍ پراخه موقعې موجود دي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان اېوارډز ترلاسه كوٶنكو سوادګرو له هم مباركي او اېوارډز وركړل۔