اسلام آباد 08 فروري (اے ??ي پي) د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د هندي ظلم او بربريت او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد د پاكستان غږ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته په رسولو د رېذيډ??ټ كوآرډينېټر جولېن هارنيز مننه كړې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د كشمير يووالي ورځې په موقع د پاكستاني اولس لخوا د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د پاكستان كوآرډينېټر ته وړاندې كړے شوے يادښت د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر دفتر ته رسول شوے دے. د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د دې خبرې تصديق رېذيډ??ټ كوآرډينېټر جولېن هارنيز د بريښنا ليك د لارې كړے. هغې ووئيل چې د كشميريانو په حق كښې غږ د نړۍ تر ټولو لوي فورم ته په رسولو د جولين هارنيز مننه كوم چې په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د هندي ظلم او بربريت او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ??د ئې د پاكستان غږ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته رسولې.