اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د تعلي?? او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي ځوانان زمونږ سرمايه ده ٬ د دوي تعلي?? او تربيه لوي چېلنج دے په كوم چې حكومت په زړه پورې كار كوي٬ نوې كاروبار پېل كوٶنكو ځوانانو سره به مالي م??سته كولې شي ٬ په پوهنتونونو كښې هم د 500 نه زيات انكيوبېشن سنټرز پرانستلې كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مائېكرو سافټ او اېچ اي سي په اشتراك د پوهنتون زده كوٶنكو ت??مې??ځه د ايجادات او آئيډياز د پائې سيالۍ دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان صلاحيت لرونكي دي او د دوي ايجادات او د بېلا بېلو مسئلو حل كولو ته چې ګورم نو په وياړ سره وئيلي شم چې زمونږ سباٶن روښانه دے۔ ده د مائيکرو سافټ کارپورېشن ستائنه كولو سره ووئيل د دوي لخوا د ځوانانو ت??مې??ځه د آئيډياز او ايجادات مقابلې سره به د ځوانانو ډاډګيرنه اوشي او هيله لرو چې مائيكرو سافټ به په راتلونكي كښې هم دا ډول د مقابلو پروګرام روان ساتي۔