اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اط??اعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په حقوقو او فرائضو كښې د توازن راوستلو نه بغېر كوم هېواد او قوم پرمختګ نه شي كولې٬ د مېډيا طاقت ذمه وارې سره تړل د اوسني دور ضرورت جوړ شوے٬ بهتان تراشۍ٬ الزام تراشۍ٬ بې بنسټه او د ځان نه جوړ شويو تورونو سره ټولنه تباهۍ سره مخ كېږي٬ وزيراعظم عمران خان او اوسنې حكومت د مېډ??ا په آزادۍ باور لري۔ هغې دا خبرې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د هذهبي چارو د وزارت ترسيوري لاندې د اسلامي نظرياتي كونسل په اهتمام د ټولنې په اصلاح كښې د ع??مائے كرامو په كردار جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي هم ګډون وكړو او دستورې ته ئې وېنا وكړه۔ د وزيراعظم د اط??اعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په حقوقو او فرائضو كښې د توازن راوستلو نه بغېر كوم هېواد او قوم پرمختګ نه شي كولې٬ د مېډيا طاقت ذمه وارې سره تړل د اوسني دور ضرورت جوړ شوے۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان او اوسنې حكومت د مېډ??ا په آزادۍ باور لري۔ دستورې ته د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم وېنا وكړه او وې وئيل چې روغت??ا په څانګه كښې د خبرت??ا په پېدا كولو كښې د ع??مائے كرامو مهم كردار دے۔ د پوليو مخ نيوي په اړه د ع??مائے كرامو كمېټې جوړې كړې شوې دي۔ دستورې ته د قانون او انصاف پارلماني سېكترې مليكه بخاري هم وېنا وكړه او وې وئيل چې حكومت د مېرمنو د وراثتي حقونو په اړه قانون سازي كړې۔ دستورې ته د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز په خپله وېنا كښې ووئيل چې علما كرام دې د تعليم او روغت??ا پشمول د نورو چېلنجونو په اړه په خلقو كښې خبرت??ا پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې شريعت د غېر تصديق شويو اط??اعاتو خپرولو نه منع فرمائيلي۔ علمائے كرام دې په خپلو خطباتو او د قرآن په درس كښې د سماجي مسئلو په اړه خبرت??ا پېدا كړي