اسلام آباد ۔ 6 اپریل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي پاكستان د شنګھائي مرستې ت??ظيم يو مهم فورم ګڼي۔ د كورونا وائرس وباﺀ خپرېدو مخنيوي له به د شنګھائي مرستې ت??ظيم پلېټ فارم څخه په ګډه هڅې كول وي۔ خا??جه وزير د اېس سي او عمومي سېكتر ولادي مير نوروف سره تېلېفوني تماس نيولے ؤ۔ د دواړو لارښوود ترمينځه د كورونا وائرس وباﺀ خپرېدو مخنيوي او د دې نړيوال چېلنج مقابلې له د فعاله تګلارې خپلولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې خا??جه وزير د اېس سي او عمومي سېكتر د دې نړيوالې وباﺀ چېلنج مقابلې له د پاكستان لخوا روانو هڅو څخه خبر كړو۔ خا??جه وزير ووئيل پاكستان د شنګھائي مرستې ت??ظيم يو مهم فورم ګڼي ولې چې د دې د غړو هېوادونو وداني د نړۍ د ودانۍ 40 فيصده څخه زياته او جي ډي پي ئې څلورمه برخه ده۔ ده ووئيل چين چې څنګه دې نړيوالې وباﺀ ته ماتې وركړې هغه د ستائنه وړ ده۔ مونږ له به د چين تجربو څخه ګټه پورته كول وي۔ ده ووئيل چين د كورونا وائرس وباﺀ مقابلې له د پاكستان مرسته كوي۔ خا??جه وزير د دې نړيوال وباﺀ چېلنج مخنيوي له د روانې مياشتې په اولنۍ نېټه د اېس سي او د روغتيا وزيرانو كنفرنس ستائلو سره په دې وباﺀ قابو موندلو له د ګډې تګلارې خپلولو او په ګډه د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان د سارك هېوادونو د روغتيا وزيرانو كنفرنس كولو له خوښي لري دغسې چې كورونا وائرس په اړه د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته ك??ې شي۔ خا??جه وزير د موجوده نړيوالې وباﺀ صورتحال تر مخه عمومي سېكتر د پرمختګ كوونو هېوادونو معيشتونو ته سهارا وركولو له د دوئي په ذمه د واجب الادا قرض ري سټركچرنګ حوالې سره د پاكستان وړاندېز څخه خبر كړو۔ ده ووئيل هيله لرم چې د شنګھائی مرستې ت??ظيم به د خپل پلېټ فارم د لارې د قرضون ری اسټرکچرنګ مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره ك??ي۔ د شنګھائي مرستې ت??ظيم عمومي سېكتر د وزيراعظم د دې وړاندېز ستائنه كولو سره ووئيل د پرمختګ كوونكو هېوادونو معاشي مرسته د وخت مهم حاجت دے۔ ده باور وركړو چې د شنګھائی مرستې ت??ظيم به د دې وباﺀ مخنيوي له ټولې ممكنه هڅې وكړي۔ خا??جه وزير د حالاتو د معمول ترمخه كېدو څخه وروستو عمومي سېكتر ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې هغه قبوله ك??ه