اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان يو غريب هېواد دے٬ مونږ مستقل لاك ډاٶن نشوو كولې، ټول عوامل تر نظره ساتلو سره به لائحه عمل مرتب يا بدلول وي ۔ د شورو په ورځ هېواد كښې د كرونا وائرس د موجوده صو??تحال په اړه خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل څنګه چې زمونږ د ټېسټنګ استعداد زياتېږي دغسې به په هېواد كښې د وائرس ځپلو حقيقي شمېره رامخې ته كېږي، پاکستان كښې تر اوسه وائرس لوړې كچې ته نه دې رسېدلې كوم چې د مئي په پا??ې او د جون په پېل كښې متوقع دے، ب??يد مونږ تياري وكړو ځكه چې اوس به د كرونا ځپليو شمېره زياتېږي او په مرګونو كښې اضافه هم خارج از امكان نه ده۔ ده ووئيل نن مونږ داسې صو??تحال سره مخ يو چرته چې يو خوا د كرونا وباء د خپرېدو لاره نيول دي نو بلخوا خپل بې وسه طبقه د لوږې نه بچ كول دي ، مونږ له به په دې لړ كښې په هر حال كښئ توازن ساتل وي۔ ده ووئېل نن ګرده نړۍ په دې كشمكش كښې ده چې د دې صو??تحال مخنيوي لپاره څه مستقل قاعده يا ضابطه نشته۔ ده ووئيل پاكستان يو غريب هېواد دے٬ مونږ مستقل لاك ډاٶن نشوو كولې، ټول عوامل تر نظره ساتلو سره به لائحه عمل مرتب يا بدلول وي۔ خارجه وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان زر تر زره هېواد ته راستولو لپاره مونږ اورسيز پاكستانيز وزارت ٬ د هوابازۍ وزارت پشمول ټولو اړوندو ادارو سره په ګډه هڅې كوٶ۔ ده ووئيل مونږ له به اولس له د وباء نه بچ كېدو لپاره احتياطي تدابير اختيارولو پلو هم ترغيب وركول وي او د?? خبره به هم باوري كول وي چې خامخا ېره خپره نه شي۔