اسلام آباد 18 مئی (اے پی پی) د هند سینئر سفارتكار خارجه دفتر ته رابللې شوے او په 17 مئی د قابضو هندي عسكرو د اړخه په لائن آف كنټرول (ایل او سی) كھوئی رټه سیكټر كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزیو ورته سخت احتجاج ریكارډ كړے شو۔ د هند عسكرو په بې درېغه ډزو بیګناه وګړي ژوبل شوي وؤ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې په 17 مئی د جنګ بندۍ په خلاف ورزۍ احتجاجی مراسله د هند سینئر سفارتكار له وركولو كښې وئيلې شوي قابضو هندي عسكرو په ایل او سی او وركنګ باؤنډری پرله پسې خلاف ورزۍ كښې د آرټلری، د لوئې او خودكاره وسلې د لارې عام وګړي او آبادي په ن??ه كوي۔ د شهري آبادۍ په ن??ه كول د افسوس وړ ، د انسانې عظ??ت او وقار، نړيوالو بشري حقونو او قوانین په ضد كار دے۔ په هند زور راوړلې شو چې د 2003ء جنګ بندۍ لوظنامې پاسداری وكړي او د جنګ بندۍ خلاف ورزیو د پيښو پلټنې و??ړي?? دغسې هند دې پوځ ته د جنګ بندۍ كولو لپاره احترام امر و??ړي?? په ایل او سی او وركنګ باؤنډری دې امن برقرار وساتلې شي