اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور ??لح?? قادري قومي اسمبلۍ ته وئيلي دي سږ كال د حج درخواستونو د بېنكونو شريعه اكاؤنټ كښې پ?? جمع كړو پیسو 49 كروړه روپۍ ګټه ترلاسه شوې۔ دا ګټه به د حاجيانو په خېر ښېګړه مصرف كولې شي۔ كه سعودي ح??ومت زمكه راكړه نو مكه او مدينه منوره كښې به د پاكستان هاؤس ودانۍ جورې كړې شي۔ قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دورې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د روان كال په مهال د حج اراده كوؤنكو 50 اربه روپۍ د بېنكونو په شريعه اكاؤنټ كښې جمع كړې وې نو په هغې 49 كروړه روپۍ ګټه ترلاسه شوې ۔ دا ټولې روپۍ به د حاجيانو و??لف??ئر فنډ كښې جمع كولے شي۔ د شګفت?? جماني د ضمني پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير نور ??لح?? قادري ووئيل يوازې يو ارب روپۍ خو په داروګانو مصرف كولے شي۔ ده ووئيل په مكه المكرمه كښې پاكستاني هاؤس څخه د حاجيانو مرسته كېږي۔ مدينه منوره كښې د پاكستان هاؤس ويجاړ شوے۔ د عدالت په امر دغه روپۍ هلته اېښودلې شوي۔ سعودي عرب حكومت ته خواست كوؤ چې هغه مونږ ته كوم ځائې راكړي دغسې چې مكه المكرمه او مدينه منوره كښی په دوو ځايونو پاكستان هاؤس جوړ كړے شي