اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدام??تو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر غونډه د ګل په و??ځ وشوه۔ غونډې ته د محرم الحرام په مهال د اولس د صحت تحفظ باوري كولو لپاره د پورته كړو ګامونو په اړه وئيلې شؤل چې د ټولو شراكتدارانو سره د مشاورت نه پس د هېلتھ ګائیډ لائنز او پروټوکولز مشتمل تفصیلی پلان آف اېکشن نافذ كړے شوے۔ وفاقی وزیر اسد عمر سټېك هولډرز ته سپارښتنه وكړه چې د وباﺀ خپرېدو مخنيوي له په ټولو ضروري اقدام??تو عملدرآمد سره سره دا خبره هم مهمه ده چې د دې اقدام??تو په خلاف ورزيو جرمانې لګول او سزاګانې هم باوري كړے شي۔ وفاقی وزیر اسد عمر په خاص توګه د ماسك په اچولو او د سماجي فاصلې په ساتلو زور راوړلو سره ووئيل زياته مهمه خبره دا ده چې قطبي س??مو ته د تلونكو سېلګرو دې د موبائيل ټېسټنګ كېمپونو د لارې سپاټ ټېسټنګ وكړے شي۔ فورم ته وئيلې شؤل په رنځونو قابو مون??لو له د ټي ټي كيو تګلارې ترسېوري لاندې پاكستان كښې په مجموعي توګه 27 ټارګټډ لاك ډاؤن روان دي