پېنډۍ ?? 27 ??تمبر (اے پی پی) د پ??جا?? د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان وئيلي دي د طلال چوهدری حرکت سره د هېواد د سياسي مشرتابه سرونه د شرم نه ټيټ شوي دي۔ د شپې په تياره كښې تنظيم سازي د طلال چوهدري ايجاد دے۔ تنظیم سازی چې د شپې كېږي نو آفټر شاکس ئې د هډوكو مات??دو په شكل كښې رامخې ته كېږي۔ پ??جا?? حکومت انوېسټي ګېشن كمېټي جوړه كړې ده?? مولانا فضل الرحمن دے د نېب تهدید کولو په ځائې د هغه څه حساب ورکړي چې په 40 کلونو کې یې ترلاسه کړی۔ ضمني انتخابات به کله چې اپوزیشن استعفی ورکړي كولې به شي. تېره ورځ پېنډۍ كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د طلال چوهدری ټول فوټېج د قومي اسمبلۍ غړې كور كښې اخستلې شوي دي۔ ده ووئيل د طلال چوهدري فعل د شرمناك او د غندنې وړ دے۔ ده د نون ليګ او د ټول سياسي مشرتابه سر د شرم نه ټيټ كړے دے۔ صوبائی وزیر ووئيل پ??جا?? حكومت په دې پېښه تحقيقاتي كمېټي جوړه كړې ده كومې چې كار پېل كړے دے۔