لاهور 21 نومبر (اے پي پي) د لاهور چېمب?? صدر ميا طارق مصباح او د چېمبر نورو مشرانو د دې هيلې څرګندونه كړې چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د افغانستان دوره به دواړو ګاونډي هېوادونو لپاره ډېره مهمه ثابته شي، دا دوره به په سوئيلي اسيا كښې امن لپاره يو مهم اقدام وګرځي. په خپل يو بيان كښې د چېمبر مشرانو ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د افغانستان دورې په نتيجه كښې به په منطقه كښې د امن عمل تند شي او د دوه اړخيزه تجارت په لار كښې پراته خنډونه به لرې شي. دوي ووئيل چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه تجارت ډېر صل??حي?? لري. دوي د وزيراعظم لخوا افغان اولس مشر ته د پاكستان د دورې كولو د بلنې ستائنه ه?? وكړه او وې وئيل چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت وده وكړي او اړيكې به ښې شي.