اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن د شورو په ورځ د پاكستان پحقله ستراتېژك ډائيلاګ ته د وېډيو لنك د لارې وېنا كوي ٬ د دې ډائيلاګ اهتمام ورلډ اكنامك فورم كړے ٬ د ډبليو اي اېف صدر بورج برېنډے ، او د نوموړي نړيوال كارپورېش??ز او ډبليو اي اېف د شراكت دارو كمپنو چيئرپرس??ز او مشران به په ډائېلاګ كښئ برخه اخلي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې به په يو ورځني سي اې?? ډي سېشن كښئ به د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ، وفاقي وزيرتن مخدوم خسرو بختيار، حماد اظهر او نړيوال كارباري مشران د معيشت٬ خزانې٬ سرمايه كارۍ٬ تجارت، مينوفيکچرنګ، ډيجيټلائزېشن، اسټارټ اپ، په سيمه ايزو رابطو او د سي پېك پشمول په نورو يو شمېر موضوعاتو تفصيلي خبرې كوي۔ د سي اې?? ډي د پائې په سېشن كښې ” پاكستان كښې د توان د منتقلۍ ت??جي??ات او چېلنجونو” پحقله د ګول مېز كنفرنس تابيا شامله ده چې په كښې د توان وزير عمر ايوب ٬ د موسمياتي بدلون صلاحكار مل?? امين اسلم او د پټروليم صلاحكار نديم بابر په مشترکه توګه ګډون كوي۔ د ډبليو اي اېف صدر، منيجنګ ډائريکټر او د نورو عهدېدارو په موجودګۍ كښې به د سي اې?? ډي په هر سېشن كښئ به نړيوال كارپورېش??ز او مل??ي نېشنل كپمنو سي سي اوز ته دا موقع وركوي چې ھغوي په هېواد كښې ترلاسه د كاروبار ٬ سرمايه كارۍ او د موجوده حكومت معاشي اصلاحاتو د بېلا بېلو اقداماتو موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره د پاكستان اعلٰې قيادت څخه نيغ په نېغه خبرې اترې وكړي۔ سي اې?? ډي رامخې ته كېدونكو معيشتونو او د پرمختګ په لاره روانو هېوادونو لپاره د ډبليو اېم اېف مهم پلېټ فارم دے٬ سي اې?? ډي د روان كال دوېم ون يونټ دے چې اهتمام ئې ډبليو اي اېف پاكستان لپاره كړے۔