ملتان۔20فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ډسكه ضمني ټاكنو په مو??ع “ووټ ته عزت وركړۍ” دا ??عر?? پورته كوؤنكو د ووټ عزت تار تار كړے دے۔ د خالي په ورځ د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلو دورې په مهال بېلو دستورو ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تحریک انصاف ??پېځلې ټاكنې او اپوزيشن د پېسې په بنياد د سياست تسلسل غواړي۔ تحريك انصاف ??من خوښوونكې جماعت دے او نون ليګ د تشدد او غنډه ګردۍ سياست كوي۔ د سېنېټ ټاكنو كښې د حكومت مقابله مافيا سره ده۔ د سېنېټ ټاكنو كښې كاميابۍ سره مافيا ته ماتې او هېواد كښې د قانون حكمراني په ځائې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د هېواد معيشت ښه كولو له حكومت سختې پرېكړې كړي دي۔ حكومت خپل خرڅونه كم كړي دي ۔ د وزيرا??ظم هاؤس او ايوان صدر په شمول د ټولو دفترونو خرڅونه كم كړې شوي دي۔ هغه ووئيل د سيمې پرمختګ زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ د تحريك انصاف ??كومت د دې ځائې اولس له يوه ډالۍ ده۔ دې سره د سوئيلي پنجاب صوبې جوړېدو لاره هواره كړې شوې ده۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په ملتان كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړه۔ هغه د اولسي رابطه مهم په لړ كښې د بېلو يونين كونسلو دوره وكړه۔ دغلته ئې د روانو پرمختيائي كارونو جاج واخست او د دغې په وخت ترسره كولو له ئې اړوندو چارواكو ته هدايت جاري كړل۔