اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د نېشنل كمانډ ا??نډ آپرېشن سېنټر مشر او د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ا?? اصلاحات وفاقي وزير اس?? عمر وئيلي دي د وېكسين نه وروستو وزيراعظم ته د كورونا تشخيص بايد ناوړه مطلب اخستلے نه شي۔ وېكسين لګول زيات ضروري دي۔ اس?? عمر د وزيراعظم كورونا ټېسټ مثبت راتلو نه وروستو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ووئيل ??زیراعظم ته د وېكسين لګېدو نه وړاندې انفېكشن شوے وو او قرنطينه نزدې لسو ورځو لپاره وي۔ كوم كسان چې هغه سره د دوو نه درې ورځو رابطه كښې پاتې شوي دي د هغوي به هم ټېسټ كولے شي۔ هغه ووئيل د كورونا درېمه چپه په بنيادي توګه د برطانيې نه راغلې وائرس دے۔ دا زياتې آسانۍ سره خپرېږي۔ دا ډول وائرس كه يو تن ته وشي نو ټولې كورنۍ ته خپرېږي۔ كورونا ځپلي ته په دويم ځل هم دا كېدې شي۔ هغه ووئيل ??ن سهار اېن سی اوسی سے سره اړونده غونډه وشوه۔ د سوئيلي افريقا او برازيل ??ه په راتلونكو مسافرو بندېز لګوؤ۔ د سوئيلي افريقا او برازيل ??ه راغلې كورونا هم ډېره خطرناكه ده۔ پاكستان كښې 50 فیصده كورونا وائرس د برطانوي قسم ده۔ وفاقي وزير ووئيل برطانوي قسم كورونا كوچنيانو كښې ډېره تندۍ سره خپرېږي۔ هغه ووئيل د جون مياشتې نه ورستو كورونا ډېرې تندۍ سره خپره شوې۔ هغه ووئيل د بده مرغه خلق احتياط نه كوي۔ اس?? عمر زياته كړه چې د كورونا صورتال نظر كښې نيولو سره وزيراعظم د جلسو نه كولو پرېكړه كړې ده۔ ميډيا دې هم د كورونا نه د بچ كېدو پېغام وركړي۔