اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پي ډي اېم ګوندونو يو ځائې كېدل غېر فطري وو۔ انجام ئې د ټولو وړاندے دے۔ پي ډي اېم ګوندونو يو بل په ډاګه كړل۔ حكومت د كشمير مسئلې حوالے سره په خپل دريځ ولاړ دے۔ زمونږ حكومت د كشميري اولس غږ په زړه پورې ډول پورته كړو۔ مولانا فضل الرحمن د كشمير كمېټۍ چيئرمې?? پاتے شوے ولې هغه هېڅ نه دي كړې۔ حكومت چې كومه تګلاره وضعه كړې وه د هغې تر سېوري لاندې واكسين وېړيا لګولې شي۔ سباؤن كښې به نور واكسين هم هېواد ته راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل كه پاكستان تحريك انصاف دھرنا و ركړې وه نو مونږ نېب راغوښتلے نه وو۔ بلكه مونږ خو د كرپشن په ??د راوتلې وو۔ هغه ووئيل پاكستان تحريك انصاف كوم ګوند ساره ذاتي دښمني نه لري۔ كوم ګوندونه چې د هېواد په پرمختګ كښی خپل كردار ترسره كوي او د قانون په سرلوړۍ باور لري او ګوم ګوندونه چې د رياستي قانون تابع ساتي مونږ دغه ګ??ندونو سره هېڅ اختلاف نه لرؤ۔ د مريم نېب ته د وړاندې كېدو په اړه د يو پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د قانون خيال ساتونكې كوم ګوند داسې نشي كولې چې نېب پوښتنه وكړي او دغه ګ??ند لشكر كشي وكړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د مسلم لیګ (ن) په حكومت كښې نواز شريف هند سره كاروبار كولو۔ (ن) لیګ د هېواد ګټو نه زياته ترجيح خپلو ګټو ته وركوله۔ د مولانا فضل الرحمن په اړه سېنېټر شبلي فراز ووئيل په تېرو دواړو حكومتونو كښې فضل الرحمن د كشمير كمېټۍ چيئرمې?? پاتے شو ولې هغه د كشمير په ??قل?? هېڅ نه دي كړې۔