اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي دي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 57 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 20 كسان په وېنټي لېټرو وو. د اېن سي او سي له مخې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 4767 كېسونه رپورټ شوي دي. په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو ك??انو شم??ره 5 لكه 95 زره 929 ده. په بلوچستان، ګلګت بلتستان ??و آزاد كشمير كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په هېواد كښې 388 رنځوران په وېنټي لېټر دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شم??ره 44 زره 447 ده. د ځپليو ټوله شم??ره 6 لكه 54 زره 591 ده. په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو ك??انو شم??ره 14 زره 215 ته رسېدلې. تر اوسه په هېواد كښې د يو ك??وړ 6 لكه 726 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي دي. په 631 روغتونونو كښې 631 رنځوران ??ر معالجه لاندې دي.