اسلام آباد 11 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي خپل ??لا??ي سره د المان خارجه وزير هيكو ماس په بلنه د اتوار په ورځ په دوه ورځنې دوره المان ته لاړو. خارجه وزير به د المان خارجه وزير سره د ??لا??و په كچه خبرې كوي. د خارجه دفتر وياند له م??ې خارجه وزير به د المان د پارلمان صدر ولف ګېنګ شيوبل او نورو اع??ٰی چارواكو سره ملاقات هم كوي. سږ كال المان او پاكستان د سفارتي اړيكو 70مه سالګره لمانځي. په اروپائي اېتلاف كښې المان د پاكستان تر ټو??و لوي تجارتي شراكت دار دے. په المان كښې د يو لك نه زيات پاكستانيان مېشته دي. د خارجه وزير لخوا د المان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو برخه ده. د المان خارجه وزير هېكو ماس په مارچ كال 2019م كښې د پاكستان دوره كړې وه. خارجه وزير شاه محمود قريشي د دورې په مهال نور ډېر مصروفيات هم لري.