اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خصوصي مرستيال ډاكتر فېصل سلطان وئيلي دي تر دې دمه چې په كورونا وې??سي??ز كوم تحقيق شوے نو د هغې له مخې دا وې??سي??ز په كوچنيانو او ځوانانو دواړو مثبت اثر لري۔ د زيارت په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې هغه ووئيل كوچنيانو ته د وې??سي?? لګولو ح??ال?? سره تحقيق دا مهال روان دے۔ هغه ووئيل اوس چې كوم وې??سي?? كارولے شي د هغې لائسنس تر 18 كاله عمر لرونكو ځوانانو دے۔ او يو وې??سي?? داسے هم شته د كوم لائسنس چې د 16 نه تر 18 كاله عمر لرونكو ځوانانو لپاره دے۔ هغه ووئيل په دې وې??سي??ز تحقيق روان دے او د ابتدائي نتيجو له مخې دا كوچنيانو او ځوانانو دواړو لپاره محفوظ او سود مند دے۔هغه ووئيل د څو ورځو نه دا خبرې رامخې ته كېږي چې د كورونا اوسنۍ چپې كوچنيان زيات ځپلې دي۔ داسې نه ده۔ هغه ووئيل مونږ د اېن سي او سي ډېټا كتلو سره د اولنۍ ٬دويمې او درېمې چپې موازانه وكړه نو معل??مه شوه چې كوچنيانو او ځوانانو كښې د وائرس تناسب برابر روان دے۔ دې كښې كوم خاص فرق نشته۔