مري 23 اپريل (اے پي پي)??زي??اعظم عمران خان وئېلي دي سيلګري د پاكستان سباؤن دے٬روغتيا او تعليم د اولس تر ټولو لويې ضرورت وي٬د مري په ډول به په نورو سيمو كښېس هم د سېلګرۍ ځايونه جوړولې شي٬د سېلګرۍ په وده د برآمدات او ترسيلات زر څخه زياته سرمايه كاري ترلاسه كېدې شي٬د سېلګرۍ په آمدن مونږ خپل پور ستنولے شوو ٬د مدينې رياست اصول خپلولو څخه غېر مسلم هم وړاندې تللې۔هغه د جمعې په ورځ په مري كښې د كوهسار پوهنتون پرانستې په م??قع وېنا كوله۔په دې موقع د پنج??ب وزيراعلٰې عثمان بزدار او د قامي اسمبلۍ غړے صداقت عباسي هم وېنا وكړه۔??زي??اعظم ووئيل د صداقت عباسي وېنا څخه د هغه د جذباتو عكاسي كېږي او په دې جذبات پوهېږم چې كله په پسمانده سيمو كښې پرمختيائي كارونه كېږي۔ ده ووئېل ??زي??اعلٰی ته هم په دې مباركي وركوم۔ده ووئيل به تېرو حكومتونو كښې د پنجاب ه??ؤس په رنګ او ښكلا 83 اربه لګولې شوي او دا د يوې كورنۍ لپاره ؤ ٬اوس دلته د اولس لپاره كار كېږي۔ده ووئيل دا دومره لويه آبادي لرنكې سيمه ده خو دلته يو روغتون هم نشته٬يوازې په نتهياګلي كښې يو روغتون دے كوم چې د دې ځاې آبادۍ او سېلګرو ضرورت پوره كولې نه شي۔ده ووئيل اوس به دلته په 380 كناله يو جنرل روغتون جوړېږي ٬په دې فكر د پنجاب حكومت او صداقت عباسي له مباركي وركوم۔ده ووئيل د اولس د تر ټولو لويې خواهش دا وي چې د هغوي د روغتيا او تعليم خيال وساتلے شي٬ كه تعليم زيات او هنرمند كسان وي نو زيات آمدن به ترلاسه كېږي٬دا د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دور دے٬ځوان كل د مېټرك كولو نه پس د 6 مياشتو كورس په كولو ښه ګټه ترلاسه كولې شي۔??زي??اعظم ووئيل كوهسار پوهنتون د سېلګرۍ سباؤن دے٬دې څخه به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي٬كوم قام چې د وړاندې تګ سوچ كوي هغه عظيم قام جوړېدے شي۔??زي??اعظم ووئيل د تعليم نه بغېر كوم هم قام پرمختګ نه شي كولے٬ ما ټول پاكستان او نړۍ كتلې كوم نعمتونه چې لوي څښتن پاكستان له وركړي په دې چې څومره شكر ادا كړو كم دے۔ ده ووئېل كه م??نږ يوازې سېلګرۍ ته پام لرنه وكړو نو دومره آمدن راتللے شي چې مونږ پرې خپل پورنه ختمولې شوو ٬مونږ د خپلو برآمداتو او ترسيلات څخه زياته ګټه ترلاسه كولې شوو ۔ ده ووئېل زموڼږ سېلګري تر مري محدود وي٬مري كښې آبادي ډېره زياته شوې ٬د مري او نتهياګلي نه علاوه نور د سېلګرۍ ځايونه نه دې جوړ كړې شوي ٬دلته ځاے په ځاے د سېلګرۍ ځايونه جوړولې شوو ۔??زي??اعظم ووئيل د تېرو حكومتونو مشران به يوازې تر پنجاب يا ګورنر ه??ؤس راتلل٬اوس پاكستان بدلېدونكے دے٬هر كال د ځايې سېلګرو شمېره يو په دوه زياتېږي٬د دې لويې سوب موبائل فون دے۔خلق د سېلګرۍ ځايونو عكسونه په كتلو هغه پلو رخ كوي٬سيلګري زمونږ سباؤن دے٬دې څانګې ته پام لرنې كولو سره م??نږ د نړۍ قرضونه خلاصولې شوو ۔??زي??اعظم عمران خان ووئيل كوټلي ستياں هم د سېلګرۍ په اعتبار سره په ښكلو سيمو كښې شامل ده٬د مري نه تر كوټلي ستياں د سېلګرۍ ټريل جوړېدو سره به په مري د سېلګرو فشار كم شي٬د شمال پلو په نادرن ايرياز او كے پي كے كښې ځينې نوې د سېلګرۍ ځايونه جوړوو۔ده ووئيل د سوات موټروے په سوب هلته سېلګرۍ ته وده ترلاسه شوې۔??زي??اعظم ووئيل د سېلګرۍ څخه ځائي خلقو ته د روزګار موقعې ترلاسه كېدے شي۔??زي??اعظم ووئيل د مدينې به رياست كښې نبي پاك صلې الله عليه وسلم ثابت كړی جې كه كمزور او غريبه طبقه راپورته كړې شي نو ټول قام پورته كېږي٬ د مدينې رياست وړومبے فلاحي رياست ؤ كوم چې د كمزورو ذمه واري پورته كړې٬ټوله كاميابي د لوي څښتن له اړخه وي چرته چې د كمزورو احساس وي هلته بركت راځي۔ ??زي??اعظم ووئېل د مدينې رياست اصول چې چا هم خپل كړي هغوي پرمختګ كړے۔??زي??اعظم عمران خان ووئيل په كال 2013 كښې چې كله زمونږ د كے پي كے حكومت راغلو نو هلته ترهه ګري وه٬ګڼ شمېر پوليس اهلكار شهيدان شوي وو٬د هلته څخه خلق اسلام آباد او نورو سيمو كښې آباد شوي٬خو د حكومت په هلوو ځلو اوس د كے پي كے په اړه د يو اېن ډي پي نوے رپورټ راغلے چې تر ټولو زيات غربت په كر پي كے كښې كم شوے ٬په هيومن ډوېلپمنټ تر ټولو زياته سرمايه مصرف كړے شوې ۔