اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان نن د پنجاب په 11 تحصيلونو كښې د 10 زره ارزانو كورون?? جوړولو منصوبه پېل كوي۔ دې سره د 50 لكه كورون?? جوړولو وعده عملي شكل كښې رامخې ته كېږي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل بېنكونو ته د وزیراعظم ھائوسنګ سکیم ترسېوري لاندې 52 اربه روپۍ ترلاسه كولو له درخواستونه راغلې دي او تر دې دمه 12 اربه روپۍ جاري كړې شوي دي۔ هغه ووئيل كومو كسانو چې ټكونه كول چې د تحريك انصاف وعدې صرف د ټاكنو كمپائن وعدې وې هغوي ته دا په ډاګه شوې ده چې نوې پاكستان پلو چې ??وم سفر پېل كړے شوے و هغه هم هغسې روان دے۔ وفاقي وزير هيله ولرله چې كه لوئے څښتن ته منظور وي نو دې سفر كښې به ستونزې اوس ورځ په ورځ كم??ږي۔