مدي??ه منور?? 08 ??ئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په روضه رسول ﴿ص﴾ حاضرې لپاره مدينې منورې ته ورسېدو. مدينې منورې ته په رسېدو د مدينې منورې ګورنر امير فېصل بن سلمان بن عبدالعزيز د وزيراعظم هركلې وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، سېنېټر فېصل جاوېد خان او د تعليم صوبائي وزير عليم خان هم وزيراعظم سره دي. په دې موقع د وزيراعظم د سياسي مواصلاتو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ??و د وزيراعظ?? د ??ذهبي همغږۍ خا?? استازے مولانا طاهر اشرفي هم موجود دے.