اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) يونائيټډ بزنس ګروپ راروان وفاقي بجټ لپاره 40 وړاندېزونه د خزاني وفاقي وزير شوكت ترين له وركړي، د وړاندېزون?? سره به د كورونا وائرس په تناظر كښې معاشي هلې ځلې تندولو له مرسته تر لاسه شي۔ يونائيټډ بزنس ګروپ (يو بي جي) راروان وفاقي بجټ 22-2021 لپاره 40 تجاويز وفاقي وزير شوكت ترين ته وركړي كوم سره به چې د كورونا وائرس په تناظر كښې معاشي هلې ځلې ګړندۍ شي۔د يو بي جي چيئرمين او صدر سارك چيمبر افتخار علي ملك او نوي ټاكلې صدر يو بي جي زبير طفيل سيكرټري جنرل ظفر بختاوري او سيكرټري اطلاعات ډاكټر مرزا اختيار بيګ د زيارت په ورځ خپل يو پريس ريليز كښې وئيلي دي د كوويډ په وجه د پاكستان معيشت يو س??ت وخت څخه تيريږي۔د ټولني زياته ځپلې شوې طبقه، مينوفيكچررز، سوداګر ، پرچون فروش، درآمد او برآمد كوونكې او كاروباري ورورولي خفګان سره مخ دي ۔دوي ووئيل د كوويډ په تناظر كښې په دې بجټ تجاويز كښې په كاروباري قرض د سود ادا??يګ?? 6 مياشتو لپاره موخر كول، درآمد شوي پلانټس، مشينري، ساز او سامان او په پارټس سيلز ټيكس كښې استثنيٰ او ټول ??يك??رز لپاره د برېښنا بيعه كښې 7.5 سېنټ في كلو واټ كمے شامل دي ۔ زبير طفيل په دې اړه ووئيل انكم ټيكس او سيلز ټيكس ريفنډز زر وركول?? سره د كاروباري ورورولۍ د ليكويډيټي مسئلې كميدې شي، دې لپاره دا تجويز وركړے شوے چې اېف بي آر ته د ادا??يګ??و عمل تندلولو يا د ټيكس وركولو روپۍ د دغه ريفنډز سره د ايډجسټ كولو اجازه وركړې شي۔ ظفر بختاوري ووئيل حكومت دې نورو هېوادون?? سره د كاروباري اړيكو ??ياتولو ته پام لرنه وكړي ځكه چې په اوسني دور كښې څوك هم يواځي پرمختګ نه شي كولے۔ ده برآمدات كښې په زياتوالي ، درآمدات كښې په كمي او د سمندر پوري پاكستانيان?? سرمايه كارۍ زياتول?? سره پاكستان كښې كاروبار لپاره د مراعات په حاجت هم زور راوړو