اسلام آباد۔25مئی(اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي كال 2021ﺀ د پاك ??ين اړيكو په بابله زيات اهميت لري۔ د پاكستان په معيشت د سي پېك مثبت اغېز مرتب كېږي۔ د ??ين پاكستان كښې سرمايه كاري به پاكستان كښې د پرمختګ او سوكالۍ سبب وګرځي۔ د كورونا وباﺀ مخنيوي هڅو كښې ??ين د پاكستان په زړه پ??رې مرسته كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د ??ين سفارت دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ډاكټر شهزاد وسيم د ??ين سفير سره پ?? مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ ډاكټر شهزاد وسيم اسلام آباد كښې په تعيناتې نوي سفير ته مباركي وركولو سره هغه ته هركلې اووې۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د 7 لسيزو ??ه د پاك ??ين ملګرت??ا په يوه مضبوطه همكارۍ بدله شوې ۔ هغه ووئيل سي پېك منصوبه مهم پړاؤ ته داخله شوې ۔ په پاكستاني معيشت د دې منصوبې مثبت اغېز پرېوزي۔ هغه ووئيل د كورونا په صورتحال كښې ??ين د پاكستان په زړه پ??رې مرسته كړې ۔ هغه زياته كړه چې د پاكستان او ??ين پارليماني اړيكې به لا مستحكمول وي۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د نړۍ په ټولو فورمونو دواړو هېودونو د يو بل د دريځ ملاتړ كړے ۔ پاكستان كښې د ??ين سرمايه كارۍ اهميت په ګوته كولو سره ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل دا به پاكستان كښې د پرمختګ او سوكالۍ سبب وګرځي