اسلام آباد 02جولائي (اے پي پي)صدرډاکټر عارف علويد پاکستان او سعودي ع??ب ترمېنځه ?? اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې لا مستحكمولو په حاجت زور رو??ړلو سره وئيلي دي دواړه هېوادونه په شريكه عقيده٬ كلتور٬ دود او د شريكې خېرسګالۍ په بنياد اړيكې لرې كومو ته چې شريكې ګټې لپاره لا پراختيا وركول پكار ده۔ صدر دا خبرې پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي سره كړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كولو۔ صدرووئيل پاكستان د توان، سائنس، ټيکنالوجۍ، كركيلې اوكلتور پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې له خوښي لري٬ دواړو هېوادونو له شريكې ګټې له اړيكو ته وده وركول پكار ده۔ ده ووئيل د پاكستان كميونټي د سعودي عرب په سماجي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي٬ هيله لرو چې د كرونا صورتحال بهترۍ سره به د سعودي واكداران د پاكستان په وګړو د سفر په بنديزونو كښې آسانۍ راپېدا كړي۔ صدر عارف علوي ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د خادمينِ حرمين شريفين او د سعودي عرب قيادت ته د احترام په ںظر ګوري۔ ده ووئيل پاكستان د ميډيا او د كلتور په مېدان كښېدوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركول غواړي۔دغسې صدر په سختو وختونو كښې د پاكستان په مرسته كولو د سعودي عرب د مرستې ستائنه وكړه او په اسلامي نړۍ كښې د اتحاد زياتوالي٬ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا لپاره د سعودي عرب د هلو ځلو ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع د سعودي سفير ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د معيشت، تجارت او كلتور په څانګو كښې مرستې له وده وركولو ته اړتيا ده۔