اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم اېس سي او د سيمې جيو اكنامكس حقيقي صلاحيت دروازه پرانستلو لپاره يوه كنجي ده٬هوائې ٬زمكيزو او سمندري رابطو له وده وركولو سره د اېس سي او د اجتماعي سوچ او ميو څخه استفاده كېدې شي۔پاكستان به د وړاندې غوندې اوس هم د امن شراكتدار وي٬په افغانستان كښې د دائمي امن او استحكام هڅو ته ودې وركولو لپاره مونږ د اېس سي او او غړو هېوادونو سره په ګډه كار كولو له چمتو يوو ۔د شورو په ورځ د تاجكستان پا??ه تخت دوشنبے كښې د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته وېنا ??ښې خارجه وزير ووئيل پا??ستان شنګهائي مرستې تنظيم ته د يوريشين پ?? زړه كښې د بين الرياستي اړيكو په حقله د يو منفرد وجود په توګه ګوري او دا ډېر سياسي او معاشي صلاحيت لري٬دغه دواړه زمونږ طاقتونه دي او اجتماعي چېلنج هم دے۔خارجه وزير ووئيل د تېرو دوو لسيزو راهسې اېس سي او په نړيوالو چارو كښې يو جلا اهميت ترلاسه كړے ٬د اېس سي او غړي هېوادونه د كورونا ??با مخ نيوي لپاره نه يوازې راوړاندې شوي بلكې خپل قامي حاجتونه يې پوره كړي دغسې د خپلو ملګرو او ګاونډيانو مرسته يې هم كړې۔ ده ووئېل په دومره لويې بحران كښې په ښه كردار ترسره كولو زه په خاص توګه د چين او روس مننه كوم۔مونږ له به اوس خپل معيشتونه بحالول وي او په نوو حالاتو كښې به كاروبار په نوي تخليقي انداز چلول وي۔ده ووئيل دې وبا مونږ د نوې ټېكنالوجي او د ديجيټلائزېشن د څانګري كردار د اهميت څخه هم خبر كړی يو٬زمونږ لپاره ضروري ده چې مونږ د اي كامرس(ديجيټل اكناميز)تجربو تبادلو٬رائجو تخليقي تګلارو او نوې ټېكنالوجيز غوندې اقداماتو مرسته وكړو۔ده ووئيل سيمه ايزې سلامتيا لپاره ترهه ګري يوه لويه مسئله جوړه شوې٬په تېرو دوو لسيزو كښې د اېس سي او په مشرۍ كښې د تګلارو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي او ګڼ اړخيزه منظمو جرمونو شريكو مسئلو مخ نيوي له كاميابۍ ترلاسه شوي۔د افغانستان پ?? حقله خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام د اېس سي او په فضاﺀ كښې د سيمه ايزې سلامتيا لپاره لويې اثرات لري۔د يوې شريكې ذمه وارۍ په توګه پا??ستان امن عمل كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړے دغسې چې د خبرو اترو د لارې دا مسئله حل شي۔ ده ووئېل د امريكې او ناټو عسكرو افغانستان څخه د ستنېدو په نتيجه كښې رامخې ته شوې صورتح??ل او د امن سمجهوتې غېر موجودګي د تشويش وړ امر دے٬اوسنو كښې تشدد زياتېدو سره صورتحال هم خراب شوے٬شخړو شدت اختيار كړے٬دې سره خرابۍ پیدا كوونكو لپاره خلا راپېدا شوې كوم چې غواړي چې افغانستان او سيمه د عدم استحكام سره مخ وي۔ده ووئيل مونږ په ټولو ډلو زور راوړو چې په تعميري ډول په دې كښې شريك شي خو د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټولو له كار وكړي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پا??ستان به د وړاندې غوندې اوس هم د امن شراكتدار وي