پېنډۍ۔7 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم ع??را?? خان د پاک او زرغون پاکستان پروژې سره به مثبت ماحولياتي بدلون رامخے ته شي۔ د 10 اربه اونو لګولو منصوبه به د راتلونكې نسلونو سباؤن روښانه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير شېخ رشيد احمد پېنډۍ كېنېټ كښې د مون سون ونو كرلو كمپاين پرانستې په موقعه سېنېټ مېري سكول لاله زار كښې خصوصي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د پېنډۍ سټېشن كمانډر برېګېډیئر اعجاز قمر ک??ان?? او د کمشنر ګلزار حسېن شاہ په شمول نور اړوند انتظامي چارواكي موجود وو۔ د کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد ووئیل ټوله نړۍ د ماحولياتي بدلون له امله اغیزمنه شوې ، بې موسمه سېلابونه راځي٬ د بارانونو موسمونه بدل شوي۔ د دې موسمياتي بدلونونو مقابلې كولو له به زياتې نه زيات?? اونې لګول وي ګني بل صورت كښې به راتلونكي وخت كښې مونږ د موسمياتي بدلونونو منفي اغېز سره مخ پاتې شؤ۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم ع??را?? خان د ماحولياتي بدلونونو اثراتو مخنيوي له د زيركتيا نه كار اخستو سره بلين ټري سونامي منصوبه پېل كړه ٬ په دې لړ كښې د كروړونو په شمېر اونې لګولې شوي دي او په منصوبه عملدآمد روان دے۔ هغه ووئيل ډېر زره به د پاك او زرغون پاكستان خوب ريښتيا شي۔ وفاقي وزير په دې موقعه د شجركارۍ ودې له د مسيحي روحاني لارښود آرچ بشپ ډاكټر جوزف هڅې د ستائنې وړ وګرځول?? او سكول انتظاميه ته ئې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل طالبعلمانو كښې د اونو اهميت په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده دغسې چې زمونږ نوې نسل د اونو اهميت نه خبرېدو سره د اونو كرلو كمپائن كښې عملي برخه واخلي۔ وفاقی وزیر ووئيل شجركارۍ ته وده وركولو له به هر وګړي له خپل كردار ترسره كول دغسې چې مونږ راتلونكو نسلونو ته يو پاك او زرغون پاكستان وركړے شؤ۔