اسلام آباد10اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستاند نائجر پشمول افريقائي هېوادونو سره تجارتي٬ اقتصادي او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي٬ دا خبرې ده د پاكستان په دوره راغلي د نائجر د قامي اسمبلۍ صدر سېني اومارو سره خپلو خبرو كښې كړې چ?? چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د خپل پلاوي سره ده سره ملاقات كولو۔ د خبرو اترو پ?? مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ په بېلا ??ېلو څانګو كښې د مرستې ودې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل پاکستان او د نائجر ترمې??ځه د ورورولۍ مستحكمې اړيكې قائم دي٬ د پاکستان وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې په اقتصادي ترجيحي اېجنډا عمل كوٶ۔ خارجه وزير د نائجر په پايه تخت نيامے كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 47م غونډې په تابيا او د بشپ??ه كوربتوب ستائنه وكړه او د نائجر لخوا د مقبوضه جمو و کشمير پحقله د قرارداد په مرسته ئې د نائجر قيادت مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو دوه اړخيزه مرستهد اطمينان وړ او د پارلماني روابطو وده خوشبينه ده۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او نائجر ترمې??ځه د پارلماني مرستې د لوظنامې هركلے وكړو۔ د نائجر اسمبلۍ صدر سېني اومارو پ?? سخت وخت كښې دپاكستان لخوا د شوي معاونت ستائنه كولو سره د پاكستان د مشرتابه مننه وكړه۔