اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي پیغام پاكستان جوماتونو٬مدرسو٬سكولونو٬چرچز او تر ګوردوارو كچې ته د رسولو اړتيا ده۔د افغانستان په اړه د پاكسان رياست چې كومه پ??لې??ي او طريقه كار متعين كړے هغه زمونږ د ټولو لار ده٬په زبردستۍ د مذهب بدلولو مجوزې مسوده د بشري حقونو وزارت د نظرثانۍ لپاره واپس كړې خو د دې دا مطلب نه دے چې مونږ په زبردستۍ مذهب بدلول جائز ګڼو٬څوك په زبردستۍ د مذهب په بدلولو مجبور كولې نه شو او نه په خپله خوښۍ د اسلام پلو راتلونكي منع كولې شو۔د زيارت په ورځ پیغام كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د امت جوړولو په اړه شوو هڅو ته د احترام او د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل دلته د كركې خپرونكو هم كمے نشته خو مينه خپرونكي او لرې والې ختم كوونكي خلك زمونږ لپاره د قدر وړ او قابل احترام دي۔ده ووئيل تل اهل سنت او اهل تشيح د قامي او اجتماعي ضرورت په وخت مهم كردار ادا كړے۔