اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د قانون په دائره كښې دننه احتجاج جمهوري حق دے خو كوم هم ګوند ته به د امن خرابولو او وګړو لپاره د ستونزو راپېدا كولو اجازه ورنه ??ړې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په خپله مشرۍ كښې د امن او امان په اړه د لوړې پاې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې داخله سېكرټري٬د اسلام آباد كمشنر٬د پېنډۍ كمشنر٬د اسلام آباد پوليس آئي جي٬د پېنډۍ آر پي او پشمول پوليس او د قانون نافذ كوونكو ادارو سينئر افسرانو ګډون كولو او هوم سېكرټري او د پنجاب پوليس آئي جي د وېډيو لنك د لارې ګډون كو??و۔??ه غونډه كښې د امن او امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او داخله وزير ته د امن او امان د صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔داخله وزير هدايت وكړو چې د قانون سرلوړي ??ه په هر صورت په ځاې ساتلې شي۔ده ووئيل احتجاج جمهوري حق دے خو د رياست رټ چېلنچ كول او امن او مان خرابول يا وګړو لپاره د ستونزو رایپدا كولو اجازه به ورنه ??ړې شي۔داخله وزير د غونډې ګډون كوونكو ته هدايت وكړو چې د ممكنه احتجاج په صورت د ټرافېك روانګي باوري كړئ