اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د پاکستان د نوموړې كلتوري ادارې لوك و??ثه تر سېوري لاندې ??لنه قامي كلتورې “لوك مېله” په لوك و??ثه شكرپړياں اسلام آباد كښې پېل شوې چې پرانسته ئې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود كړې۔ په دې ??وقع د ټولو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد جمو و كشمير د كلتور څانګو نمائندګانو٬ د پنجاب د كلتور وزير خيال احمد کاسترو، د قامي ورثه او كلتور و??اقي پارلماني سېكرټري غزاله سيفي، د قامي ورثه او كلتور و??اقي سېکرټري آصف حېدر شاه، د لوك و??ثه اېګزيکټو ډائرېکټر طلحه علي کشواها نه علاوه د ګرد هېواد د سلګونو په شمېر دستكار او هنر مندان هم موجود وو۔ د لوك مېله روايت له مخې د مېلې پېل د ګوډو جوړولو ماهرې دستكارې فوزيه ناهيد د چادر پوشۍ او د خاورو لوخو جوړولو ماهر كاريګر نياز احمد دستاربندۍ نه وشو۔ په دې ??وقع وفاقي وزير شفقت محمود خپله وېنا كښې په مېله كښې د ګډون كوٶنكو ماهرانو او هنرمندانو هركلے وكړو۔ د ياونې وړ ده د ګلګت بلتستان د منصوبه بندۍ پرمختګ او اطلاعات وزير فتح الله خان په دستوره كښې خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ په دې ??وقع لوك سندرې هم وړاندې ??ړې شوې۔ مېله به د نومبر وړومبۍ نيټې ??خه تر 7م نومبر د سهار لسو بجو څخه تر شپې لسو بجو جاري وي