اسلام آباد 13دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجي وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي حکومت تعلیمی ادارو او د ریسرچ اینډ ډویلپمنټ تنظیمونو مسائل حل كولو لپاره آسانۍ وركوي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د کامسیټس پوهنتون د سيورې لاندې دوه ورځنې 18م نړيوال کنفرنس ”فرنټیئرز آف انفارمېشن ټیکنالوجی 2021 “ پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل كوم هم هېواد د ماحول حفاظت، د توان تل پاتې ذريعو پرمختګ ، د نا علاجه ناروغيو په ضد جنګ ، آبادۍ كښې د زياتوالې چیلنجونو او د خوراك كمې په شان مهمې او مشكلې مسئلې په يواځې نه شي حل كولې۔ده ووئيل حکومت د سائنس او ټیکنالوجی په څانګو كښې د نړيوالې مرستې دوه اړخيزه لوظنامو د لارې د ځائې مسائ??و حل لپاره تعلیمی ادارو او ځائې ریسرچ اینډ ډی??لپ??نټ تنظیمونو ته اسانۍ وركوي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل حکومتي اقدامات او پالیسۍ د هېواد يو كس ته د مواصلاتی ټیکنالوجۍ ګټه ورسول دي۔ نوموړې تعلیم پوهه او محقق پروفیسر ډاکټر ع??اءالرحمٰن، ریکټر کامسیټس یونیورسټی اسلام آباد پروفیسر ډاکټر محمد ټی افضل او نورو وېنا كوونكو هم کنفرنس ته وينا وكړه او هېواد كښې د تحقیق او پرمختګ كلتور ودې له ئې حكومتي هڅې وستائلې۔ کنفرنس كښې د فرانس، هالینډ، چین، آئرلینډ، پرتګال، پاکستان، برتانيې او د امریکې نړيوالو محق??ین?? او تعلیم پوهانو ګډون وكړو،سږ كال د کنفرنس تھیم ”ډیجیټل پاکستان“ دے